د چهارشنبې په ورځ افغانستان د ايرلنډ خلاف خپله دويمه شل اوريزه لوبه کوي.
د دواړو ټيمونو ترمنځ د دې سياليو لومړنۍ شل اوريزه لوبه د دوشنبې په ورځ د ايرلنډ په کوربه توب وشوه چې په کې افغانستان د ۱۶ منډو په توپير ايرلنډ ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او ايرلنډ دريېمه شل اوريزه لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ وي.
ورپسې ټاکل شوې چې دواړه ټيمونه خپلو کې درې يو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي چې د اګست د مياشتې تر پای پورې به دوام وکړي.


