ads

د پوليسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې له ټپیانو د جمهور رييس غني لیدنه

جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماښام د پوليسو د ۳۰۰ بستريز روغتون د ټپيانو پوښتنه وکړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 زمری 1397
د پوليسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې له ټپیانو د جمهور رييس غني لیدنه

جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماښام د پوليسو په ۳۰۰ بستريز روغتون کې د ټپيانو پوښتنه وکړه.
جمهور رئيس د يادو ټپيانو د پوښتنې پرمهال هغوی ته د اختر مبارکي وويله او هغوی ته يې د ښې روغتيا هيله وکړه.
غني د پوليسو د ۳۰۰ بستريز روغتون مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د ټپيانو د مراقبت او درملنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.
د ياد روغتون مسوولينو جمهور رئيس ته ډاډ ورکړ چې د ټپيانو د درملنې په موخه به له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.
غني په دغه ليدنه کې د ياد روغتون بېلابېلې برخې وکتلې او د دغه روغتون د احيا چارې يې چې په درېيو کلونو کې لا هم نه دي بشپړې شوي، د منلو وړ ونه ګڼلې.
جمهور رئيس وويل، د روغتون حياتي برخې ناسمې جوړې شوي چې د بستري ناروغانو ژوند او روغتيا ته په کې د خطر احتمال شته.
نوموړي د کورنيو چارو وزارت او د ياد روغتون مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې د يادو نواقصو د ليرې کولو لپاره ژر تر ژره مهالوېش تر تيب او عملي اقدامات وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA