ads

د روسيې له لوري د افغانستان امنيت د سيمې په ګټه بلل كېدل

کابل کې د روسيې سفير السکاندر مانتيسکي وايي، افغانستان کې امنيت د سيمې په ګټه دی او هېواد يې چمتو دی چې د ثبات ټينګېدو لپاره له افغان حکومت سره هر راز همکاري وکړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 زمری 1397
د روسيې له لوري د افغانستان امنيت د سيمې په ګټه بلل كېدل

کابل کې د روسيې سفير السکاندر مانتيسکي وايي، افغانستان کې امنيت د سيمې په ګټه دی او هېواد يې چمتو دی چې د ثبات ټينګېدو لپاره له افغان حکومت سره هر راز همکاري وکړي.
دا خبرې نوموړي د ملي امنيت شورا له سلاکار محمد حنيف اتمر سره په کتنه کې کړې دي.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د سولې بهير کې د پرمختګ او د کابل ـ مسکو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا بحث کړی.
په دغه ليدنه کې د روسيې سفير الکساندر مانتيسکي ويلي، هېواد يې چمتو دی چې د افغانستان د سولې پروسې د بري لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
اتمر د سولې بهير کې د مسکو د مرستو قدرداني کړې او له دغه هېواد يې غوښتي چې پر وسله والو طالبانو فشار راوړي څو له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات پيل کړي .
نوموړي زياته کړې، که طالبان جګړه ودروي نو په افغانستان کې به د بهرنيو ترهګرو فعاليتونه محدود او د دوی د ځپلو هڅې به متمرکزې شي.
اتمر په خپلو خبرو کې د سولې او مذاکراتو په برخه کې د پاکستان اوسنۍ پاليسي ناسمه بللې، او زياته کړې يې ده چې پاکستان بايد د سولې له بهير سره ريښتوني مرسته وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA