ads

دفاع وزارت وايي، په ځينو ولايتونو کې پوځي عمليات روان دي

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت مشروط اوربند ته مثبت ځواب ورنه کړ، د دفاع وزارت وايي چې د اختر په ورځو کې افغان امنيتي ځواکونو له لوري په ځينو ولايتونو کې تصفيوي عمليات روان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 زمری 1397
دفاع وزارت وايي، په ځينو ولايتونو کې پوځي عمليات روان دي

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت مشروط اوربند ته مثبت ځواب ورنه کړ، د دفاع وزارت وايي چې د اختر په ورځو کې افغان امنيتي ځواکونو له لوري په ځينو ولايتونو کې تصفيوي عمليات روان دي.
د دغه وزارت وياند غفور احمد جاويد وايي، دا عمليات به تر هغې دوام پيدا کړي، څو وسله وال طالبان د حکومت له لوري اعلان شوي اوربند قبول نه کړي.
که څه هم جاويد په جګړه کې دواړو غاړو ته د اوښتو تلفاتو په اړه جزئيات نه ورکوي، خو وايي دغه عمليات په هغو سيمو کې ترسره شوي چې د وسله والو مخالفينو تحرکات په کې زيات دي.
جمهور رييس محمد اشرف غني د يکشنبې په ورځ د خپلواکۍ د ۹۹ کاليزې په مناسبت جوړه شوې غونډې کې له وسله والو طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ.
له هغه يوه ورځ وروسته د جمهوري رياست وياند محمد هارون چخانسوري وويل که وسله وال طالبان اوربند وکړي، د افغان حکومت اعلان شوي اوربند به نافذ شي او کنه امنيتي او دفاعي ځواکونو ته هدايت ورکړل شوی چې خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA