ads

جمهور رييس غني وايي، حکومت تل له افغان هندوباورانو ملاتړ کوي

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چې د افغانستان حکومت تل هندوباورانو ته پاملرنه کړې او ورڅخه ملاتړ کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 زمری 1397
جمهور رييس غني وايي، حکومت تل له افغان هندوباورانو  ملاتړ کوي

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چې د افغانستان حکومت تل هندوباورانو ته پاملرنه کړې او ورڅخه ملاتړ کوي.
د جمهور رييس د وياند د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رييس غني دغه څرګندونې په ارګ کې له يو شمېر هندوباوره او سيکهـ وطنوالو سره په کتنه کې وکړې.
سرچينه ليکي چې جمهور رييس ټولو ته د لوی اخترمبارکي وويله او يو ځل بيا يې “د ننګرهار د تروريستي پېښې” له امله چې يو شمېر هندوباوره او سيکهانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، تسليت ووايه او خپله همدردي يې ورسره شريکه کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې ليدنه کې سرپال سنګهـ او اندرسنګهـ د نورو په استازيتوب خبرې وکړې، جمهور رييس ته يې د لوي اختر مبارکي ورکړه او له هندوباورانو او سيکهانو څخه د جمهور رييس له ملاتړ او پاملرنې يې مننه وکړه.
د روان کال د چنګاښ مياشتى په لسمه د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې په يو ځانمرګي بريد کې د ١٧ هندوباوره او سيکهانو په ګډون ١٩ تنه ووژل شول او تر شلو ډېر ټپيان شول.
د راپورونو له مخې، دغه بريد په داسې حال کې وشو چې ياد کسان د ولايت مقام ته له جمهور رييس سره د ليدو لپاره روان وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA