ads

افغان حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي

د بهرنيو چارو وزارت وايي، د مسکو په غونډه کې چې د افغانستان د سولې په اړه جوړېږي، ګډون نه کوي.
د دغه وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، دا پريکړه کې له جمهور رييس او نورو لوړ پوړيو چارواکو سره تر سلا مشورې ورسته شوې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 زمری 1397
افغان حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي

د بهرنيو چارو وزارت وايي، د مسکو په غونډه کې چې د افغانستان د سولې په اړه جوړېږي، ګډون نه کوي.
د دغه وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، دا پريکړه کې له جمهور رييس او نورو لوړ پوړيو چارواکو سره تر سلا مشورې ورسته شوې ده.
ټاکل شوې چې شااو خوا دوه اوونۍ وروسته په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه چې طالبان هم په کې برخه اخلي،جوړه شي.
د پاکستان، ايران، چين او هند په ګډون د يوولسو هېوادونو استازي د مسکو غونډې ته وربلل شوي دي.
په همدې حال کې روسيي رسنيو ويلي دي چې امريکا هم د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.
د روسيي د بهرنيو چارو وزارت نن په يوه بيان کې ويلي چې د مسکو په غونډه کې د واشنګټن نه ګډون دا ښيي چې متحده ايالات د افغانستان د سولې له پروسې سره لېوالتيا نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA