ads

اروپايي ټولنې د جمهور رييس غني له خوا له اعلان شوي اوربنده ملاتړ وکړ

اروپايي ټولنې د افغانستان د جمهور رييس له خوا له طالبانو سره د مشروط اوربند د اعلان ملاتړ کړی او د سيمې له هېوادونو يې غوښتي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې وکړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 زمری 1397
اروپايي ټولنې د جمهور رييس غني له خوا له اعلان شوي اوربنده ملاتړ وکړ

اروپايي ټولنې د افغانستان د جمهور رييس له خوا له طالبانو سره د مشروط اوربند د اعلان ملاتړ کړی او د سيمې له هېوادونو يې غوښتي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې وکړي.
جمهور رييس محمداشرف غني د افغانستان خپلواکۍ د ٩٩يمې کليزې په ورځ له طالبانو سره په مشروط ډول درې مياشتنى اوربند اعلان کړ، خو ويې ويل چې دغه اوربند په هغه صورت کې پلى کېږي چې طالبان هم اوربند اعلان کړي.
هغه څه چې طالبانو يې تر دې دمه په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.
اروپايي ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د جمهور رييس غني دغه اقدام ستايلى او ويلي يې دي چې دغه هڅه په افغانستان کې روان تاوتريخوالي ته د پاى ورکولو لپاره ښه فرصت کېداى شي.
سرچينه په تېر اختر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند ته په اشاره وايي چې سوله د ټولو افغانانو هيله ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو له خوا د بنديانو خوشي کول هم په دې برخه کې مهم ګام دى.
طالبانو او حکومت دواړو ويلي چې د اختر په مناسبت به سلګونه بنديان خوشي کړي.
پاکستان، ايران او د امريکا متحده ايالتونو هم د جمهور رييس غني له خوا د ياد مشروط اوربند ملاتړ کړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA