په ننګرهار كې د لوى اختر لمونځ په ارامه فضا كې ادا شو

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د لوى اختر لمونځ د سولې او امن په فضا کې ادا شو.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، خلكو پر مركز جلال اباد ښار سربېره د ولسواليو په سلګونو جوماتونو كې د لوى اختر لمونځ په ارامه فضا كې ادا كړ.