د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د لوى اختر لمونځ د سولې او امن په فضا کې ادا شو.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، خلكو پر مركز جلال اباد ښار سربېره د ولسواليو په سلګونو جوماتونو كې د لوى اختر لمونځ په ارامه فضا كې ادا كړ.
د نوموړي په خبره، د امنيتي ځواکونو په هلو ځلو او له دوى سره د ولسونو په همکارۍ په هېڅ ځاى کې ستونزه نه ده رامنځته شوې.
خوږياڼي زياته كړه، دوى څو ورځې وړاندې د هېواد د خپلواکۍ ورځې او همدارنګه د لوى اختر د ورځو لپاره امنيتي تدابير پلان كړي، ترڅو هېوادوال په ارامه اختر ونمانځي.


