په لغمان کې د دې ولايت د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو او عامو خلكو په ګډه د لوى اختر لمونځ د سولې او ارامۍ په فضا کې ادا کړ.
د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، په ټول لغمان كې د سيمه ييزو ادارو د مشرتابه وو له لوري د لوى اختر لمونځ له عامو خلکو سره يوځاى په جوماتونو کې ادا او په هېواد كې د سولې، امن او ابادۍ لپاره دوعاګانې وشوې.
نوموړي زياته كړه، په دغه ولايت كې د اختر په رارسېدو بشپړ امنيتي تدابير نيول شوي او ډاډ يې ورکړ، چې ولسونه دې په ارامه خپل اختر ونمانځي.
د ځواک په خبره، دوى هڅه کوي، چې خپلو ولسونو ته ډاډمن امنيت ټينګ کړي او هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د خوښۍ په دې ورځ ولسونه وځوروي.


