ads

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ جګړه پاى ته ورسېده

د كورنيو چارو وزارت وايي، د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نن سهار شاوخوا نهه بجې پيل شوې نښته د ټولو بريد كوونكو په وژل كېدو سره پاى ته ورسېده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 زمری 1397
په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ جګړه پاى ته ورسېده

درېيم تعقيب – د كورنيو چارو وزارت وايي، د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نن سهار شاوخوا نهه بجې پيل شوې نښته د ټولو بريد كوونكو په وژل كېدو سره پاى ته ورسېده.
د دغه وزارت وياند نجيب دانش د جګړې په سيمه كې رسنيو ته وويل، د ماهي په نوم سراى ته دوه يا درې بريد كوونكي ننوتل او له هغه ځايه يې د كابل ښار پر بېلابېلو سيمو د هاوانونو او توغنديو بريدونه وكړل.
هغه زياته كړه، وروسته امنيتي ځواكونه د بريد كوونكو د له منځه وړلو په هدف سيمې ته لاړل او جګړې تر شاوخوا ۱۲ بجو دوام وكړ.
د دانش په وينا، په پېښه كې يوازې دوه امنيتي سرتېري سطحي ټپيان شوي او ملكي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.
د پېښې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA