جمهور رئيس محمد اشرف غني يو ځل بيا له وسله والو مخالفينو سره پر خپل مشروط اوربند ټينګار وكړ او ويې ويل، دا اوربند د دواړو لورو د منلو په صورت كې عملي كېږي.
هغه نن په ارګ كې د لوى اختر د لمانځه له ادا كولو وروسته د وينا په مهال هېوادوالو ته د اختر مباركۍ ترڅنګ زياته كړه، د اوربند په اړه ملي اجماع موجوده ده او هېڅوك يې مخالفت نه كوي.
د جمهور رئيس غني په وينا، اوربند د دواړو خواوو په منلو پلى كېږي، امنيتي او دفاعي ځواكونه چمتو دي او اوربند به په ښه توګه مديريت شي.
د هېواد د جمهور رئيس د خبرو په وخت د ارګ په شاوخوا سيمو كې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول، چې د كابل امنيه قومانداني يې توغندويي بريدونه او د كورنيو چارو وزارت يې د هاوان مرميو چاودنې بولي.
جمهور رئيس غني د دغو بريدونو په غبرګون كې وويل، افغان ولس دا ډول بريدونو ته سر نه ټيټوي او دغه باشهامته ولس به تل د خپلې خپلواكۍ او د اسلامي دودونو دفاع وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د لوى اختر په مناسبت د افغانستان د حکومت د درې مياشتني مشروط اوربند په اړه طالبانو تراوسه خپل رسمي دريځ څرګندکړى نه دى.


