ads

افغانستان د كركټ په لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كې ايرلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ايرلنډ ته د خپل سفر په مهال تېره شپه په لومړۍ نړيواله ۲۰ اوريزه لوبه کې د كوربه هېواد لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 زمری 1397
افغانستان د كركټ په لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كې ايرلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ايرلنډ ته د خپل سفر په مهال تېره شپه په لومړۍ نړيواله ۲۰ اوريزه لوبه کې د كوربه هېواد لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه، خو د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د نهو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۱۴۴ منډې وکړې او لوبه يې وبايلله.
په افغان توپ وهونكو كې حضرت الله ځاځى ښه وځلېده او په ۳۳ توپونو يې ۷۴ چټكې منډې وكړې.
په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري راشد خان درې، مجيب الرحمن او افتاب علم دوه – دوه او محمد نبي او فريد ملک يوه – يوه وېکټ ترلاسه کړه.
بايد وويل شي، چې د هوا د خرابوالي له كبله دغه ۲۰ اوريزه لوبه له ۲۰ اورونو ۱۸ ته راښکته شوه.
د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ به دوهمه نړيواله ۲۰ اوريزه لوبه د كابل په وخت سبا ماښام اووه بجې او ۳۰ دقيقې پيل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA