ads

ولس باید بې خبره ونه ساتل شي

داسې ښکاري؛ افغان دولت یو ځل بیا هوډ لري چې له خپلو مخالفانو په تېره له طالب وسله والو سره د سولې خبرو اترو د لارو چارو برابرولو لپاره د کوچني اختر په څېر په لوی اختر کې هم يو اړخیز اوربند اعلان کړي خو دا ځل په کار ده چې افغان دولت هرڅه له ولس سره شریک کړي او بې خبره یې پرېنږدي، ځکه دا له امکانه لرې نه بريښي چې داسې کار دې د وضعیت د بهتره کولو په ځای، له بدتره کېدلو سره یې مرسته وکړي.

نویسنده: mayar
27 زمری 1397
ولس باید بې خبره ونه ساتل شي

داسې ښکاري؛ افغان دولت یو ځل بیا هوډ لري چې له خپلو مخالفانو په تېره له طالب وسله والو سره د سولې خبرو اترو د لارو چارو برابرولو لپاره د کوچني اختر په څېر په لوی اختر کې هم يو اړخیز اوربند اعلان کړي خو دا ځل په کار ده چې افغان دولت هرڅه له ولس سره شریک کړي او بې خبره یې پرېنږدي، ځکه دا له امکانه لرې نه بريښي چې داسې کار دې د وضعیت د بهتره کولو په ځای، له بدتره کېدلو سره یې مرسته وکړي.
که څه هم په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره هرګام او هره کړنه د ستایلو وړ ده، خو په کار ده چې داسې هره هڅه سنجول شوې او د وطن او ملت په ګټه وي.
د سولې لپاره هر حرکت که د یوه مخکیني پلان او چمتووالي له مخې ترسره کېږي، نه یوازې دا چې ولس ته د یوه ګونګ او وېروونکي حالت د رامنځته کېدو سبب نه ګرځي، بلکې ولس ته د ډاډ او په دې برخه کې د نظام د برلاسي او پوره چمتووالي ښکارندويي کوي.
افغان دولت تر کوچني اختر څو شپې مخکې له خپلو مخالفانو سره د لس ورځني اوربند اعلان وکړ او له هغوی نه يې هم وغوښتل چې دغه اوربند ته درناوی وکړي. طالبانو یوازې د اختر په درېيو ورځو کې اوربند ومانه. د طالبانو دا اوربند د سولې لپاره ځکه هيله بښونکی وایسېد چې په تېرو اوو لسو کلونو کې نه اوربند ته غاړه اېښوده او نه له افغان دولت سره خبرو اترو ته.
د دولت او مخالفانو ترمنځ دغه اوربند ولس د سولې په راتلو ډېر هيلمن کړ او د بیلابیلو رسنیزو لارو په تېره د ټولنیزو رسنیو له خوا يې تود هرکلی وشو.
د اختر په لومړي سهار چې ټول افغانان د اوربند په خوشالیو کې وو او فکر يې کاوه چې په دې درې ورځو کې به د جګړې په ډګرونو کې آرامه آرامي وي، له یوه هېښوونکي حالت سره مخ شول. په دغه ورځ د افغانستان د نورو لرې او نږدې سیمو په شمول، د افغانستان د پایتخت کابل ځينو سیمو ته هم بې وسلې او ځينې وسله وال طالبان له خپلو سپينو بيرغونو او موټرسایکلونو سره راغلل.
ډېرو خلکو ته دغه حالت هېښوونکی و، ځکه هیچا ورته نه وو ویلي چې د اوربند ترڅنګ به طالبان د دولت تر حاکمیت لاندې ځينو سیمو او لویو ښارونو ته راځي. یو شمېر خلکو ته وېره پیدا شوه چې دا څه ډول حالت رامنځته شو، خو دغو طالبانو ته د کابل په لوېديځ کې د یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو په تېره د کورنیو چارو د وزیر ښه راغلاست او غاړې ورکولو یو څه ډاډ ورکړ. په ولایتونو کې هم تر ډېره د خلکو وضعیت په همدې بڼه و، تر هغه چې ورڅرګنده شوه چې طالبان بې وسلې راغلې دي او پخپله لوړپوړي او ټيټ پوړي پوځي افسران ورته ښه راغلاست وايي او حالات تر کنټرول لاندې دي.
په کوچني اختر کې د عسکر او طالب په مينه سره غاړې ورکول او د ولسونو منځ ته د طالبانو راتګ دا وښودله چې ټول افغانان، که په هر لوري کې دي، له جګړې ستړي دي او غواړي چې ټول په ګډه د سولې او ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي او له دې ژونده خوند واخلي، له هغه ژونده چې تپل شوې جګړې ترې لرې ساتلي دي. جالبه دا ده چې د کابل کوټې سنګي ته څو راغليو طالبانو خپلو ښه راغلاست ویونکو نه د بهارستان د سیمې پوښتنه کوله او ويل يې چې هلته ښه آیس کریم ورکوي.
د کوچني اختر اوربند دا راوښودل چې د افغانانو په منځ کې مینه او ورورولي په ښه قوت کې شته او په کار ده چې د دې مينې او ورورولۍ د ټينګښت لپاره ټول افغانان یو لاس شي او په خپل ملي وحدت سره، سوله د تل لپاره د خپلې جونګړې مېلمنه کړي. اوس چې افغان دولت غواړي په لوی اختر کې هم اوربند ته زړه ښه کړي، طالبانو ته هم په کار ده چې د سولې ټینګېدو لپاره خپل دیني او افغاني مسوولیت ادا کړي، سوله ومني او د خپل ولس د ژوند خوندي توب او د وطن د ابادۍ لپاره مټې راونغاړي او لکه افغان دولت چې هر وخت يې بې له کوم قید و شرطه د سولې دروازې پرانیستې ساتلې دي، د سولې غږ ته لبیک ووايي.
افغانان هم له دې کار سره، که چېرته دغسې اوربندونه وکولای شي د سولې او خبرو اترو لپاره لارې خلاصې کړي، کومه ستونزه نه لري، خو ښايي چې په دې برخه کې مخکې تر مخکې په دې بهیر کې هر ترسره کېدونکی حرکت او د هڅو پايلې او اجندا ورسره شریک کړای شي، ځکه په کار ده چې دا ګام باید په پوره غور او ځيرکتیا سره پورته کړای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA