هلمند كې د ملي اردو پنځه سرتېري او ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي

په هلمند کې د ملي اردو د يوه افسر په ګډون پنځه امنيتي سرتېري او ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو يوه سرچينه د نوم د نه ښودلو په شرط وايي، نن له غرمي مخکې د ګرشک ولسوالۍ په سربند سيمه کې د ماين په چاودنه کې د لومړۍ لېوا د درېيم کنډک قوماندان ډګرمن شېرشاه او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.