په هلمند کې د ملي اردو د يوه افسر په ګډون پنځه امنيتي سرتېري او ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو يوه سرچينه د نوم د نه ښودلو په شرط وايي، نن له غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ په سربند سيمه کې د ماين په چاودنه کې د لومړۍ لېوا د درېيم کنډک قوماندان ډګرمن شېرشاه او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، په ياده سيمه کې عمليات روان دي، چې په مهال يې د ملي اردو پر هاموې ټانك د سړك غاړې د ماين چاودنه شوې او تلفات يې ور اړولي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک په ياده سيمه کې د ماين چاودنه او د ملي اردو سرتېرو ته د تلفاتو اوښتو خبره تاييدوي، خو د لومړۍ لېوا د درېيم کنډک د قوماندان د وژل کېدو په اړه ناخبري ښيي.
بلخوا د هلمند د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، نن بهرنيو ځواكونو د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې هوايي بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۱۳ طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ويلي.


