په كابل ښار كې د پروني ځانمرګي بريد د مرګ ژوبلې شمېر ۱۱۵ ته ورسېد.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، دا بريد تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې د ۱۸مې امنيتي حوزې په نقاش سيمه كې د موعود په نوم په يوه ښوونيز مركز كې شوى دى.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح وايي، په دې پېښه كې ۴۸ تنه وژل شوي او ۶۷ نور ټپيان دي.
د بريد مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو وسله والو طالبانو په كې خپل لاس لرل رد كړي دي.
بلخوا جمهور رئيس محمد اشرف غني دا پېښه غندلې او ويلي يې دي، وحشي تروريستان د ښوونيزو او فرهنګي مرکزونو په نښه کولو سره په ډاګه کوي، چې دوی د اسلامي ارزښتونو او د محمد (ص) د لارښوونو، چې د علم زده کړه يې پر نر او ښځه فرض ګرځولې، خلاف دي.


