امنيتي چارواكي د فارياب په غورماچ ولسوالۍ كې د ملي اردو د يوه مركز، چې د چينايانو په كمپ مشهور و، د سقوط خبر وركوي.
په شمال زون كې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، له سختې جګړې وروسته ياد مركز وسله والو طالبانو ونيوه.
د هغه په وينا، د چينايانو په كمپ كې د ملي اردو ۷۰ سرتېري موجود وو، چې ۴۶ تنه يې له كمپه وتلي او طالبانو نيولي، خو په كمپ كې د پاتې ۲۶ سرتېرو برخليك معلوم نه دى.
رضايي زياتوي، د طالبانو د بريد په مهال د ملي دفاع وزارت او ناټو له ملي اردو څخه په وخت ملاتړ ونه وكړ، نو ځكه دا قرارګاه سقوط شوه.
د فارياب سيمه ييز چارواكي هم پېښه تاييدوي او په خبره يې، د چينايانو كمپ له ۴۸ ساعته جګړې وروسته تېر ماښام د طالبانو له لوري سقوط شو او لږ تر لږه ۴۰ سرتېري دې ډلې ته تسليم شول.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


