ads

جاوېد: وسله وال طالبان له غزني ښاره وايستل شول

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، افغان ځواکونو په بشپړ ډول غزني ښار ولکه کړى دى.
د دې وزارت وياند غفور احمد جاوېد نن له کليد سره په مرکه کې وويل، په غزني ښار کې له څلورو ورځو جګړو وروسته يې وسله وال طالبان له دغه ښاره ايستلي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 زمری 1397
جاوېد: وسله وال طالبان له غزني ښاره وايستل شول

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، افغان ځواکونو په بشپړ ډول غزني ښار ولکه کړى دى.
د دې وزارت وياند غفور احمد جاوېد نن له کليد سره په مرکه کې وويل، په غزني ښار کې له څلورو ورځو جګړو وروسته يې وسله وال طالبان له دغه ښاره ايستلي دي.
نوموړي زياته كړه، اوسمهال افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د غزني ښار په څنډو كې پر تصفيوي عملياتو بوخت دي.
د جاوېد په وينا، د تېرو څلورو ورځو په نښتو كې ۳۲۶ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
هغه هلته د شاوخوا ۱۰۰ امنيتي سرتېرو وژل كېدل هم تاييد كړل، چې ۷۰ تنه يې پوليس دي.
د جاوېد په خبره، اوسمهال په غزني ښار كې وضعيت ارام دى او خلك په خپلو سيمو كې په ارامه ژوند تېروي.
وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په شپه پر غزني ښار بريد پيل کړ، د مخابراتي شبکو فعاليتونه يې پرې کړل او ټولې لارې يې د ټرافيکو پرمخ وتړلې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA