تخار كې د يوې كورنۍ لسو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تخار كې د هاوان مرمۍ د يوې كورنۍ لسو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد جواد هجري وايي، په دشت كلا ولسوالۍ كې تېره ورځ پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.