ads

تخار كې د يوې كورنۍ لسو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تخار كې د هاوان مرمۍ د يوې كورنۍ لسو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد جواد هجري وايي، په دشت كلا ولسوالۍ كې تېره ورځ پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 زمری 1397
تخار كې د يوې كورنۍ لسو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تخار كې د هاوان مرمۍ د يوې كورنۍ لسو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد جواد هجري وايي، په دشت كلا ولسوالۍ كې تېره ورځ پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
هغه زياتوي، په دې پېښه كې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د هجري په وينا، په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ده وويل، د هاوان ياده مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې، خو دغې ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA