ads

په هرات کې په يوه کېږدۍ کې د اور لګېدو له کبله دوه ماشومان مړه شوي

په هرات ولايت کې د اور لګېدو له کبله دوه ماشومان مړه شوي او يوه ښځه او درې ماشومان ټپيان شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 زمری 1397
په هرات کې په يوه کېږدۍ کې د اور لګېدو له کبله دوه ماشومان مړه شوي

په هرات ولايت کې د اور لګېدو له کبله دوه ماشومان مړه شوي او يوه ښځه او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د وياند دفتر سرپرست سيد احمد محمدي وايي، ياده اورلګېدنه د انجيل ولسوالۍ په مسلم اباد سيمه کې د کورنيو بې ځايه شوو په اړونده يو کېږدۍ کې رامنځته شوې.
نوموړی زياتوي، يو ۴ کلن او يو ۸ کلن ماشومان په دغه پېښه کې مړه شوي او يوه ښځه او ۳ ماشومان ټپيان شوي دي.
د محمدي په خبره، مړه شوي او ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي چې له بادغيس ولايت هرات ته بې ځايه شوي وو.
د نوموړي په خبره، ښايي دغه اورلګېدنه د بې احتياطۍ له کبله رامنځته شوې وي.
پوليسو په دې تړاو څېړنې پيل کړې دي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA