ads

په غزني کې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزير وايي، د غزني ښار په نښتو کې تر دې مهاله د پاکستاني او چچيني اتباعو په ګډون ۳۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 زمری 1397
په غزني کې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزير وايي، د غزني ښار په نښتو کې تر دې مهاله د پاکستاني او چچيني اتباعو په ګډون ۳۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي نن د کورنيو چارو له وزير سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، چې پر غزني ښار د وسله والو طالبانو د بريدونو له پيل تر دې مهاله د ۱۲ قومندانانو په ګډون ۱۹۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په خبره په دې نښتو کې شاوخوا ۱۰۰ افغان سرتېري او ۲۰ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
په همدې حال کې بهرامي د مرستندويه ځواکونو د عملياتو له پيلېدو خبر ورکوي او وايي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به په غزني کې وضعيت بدل شي.
وسله والو طالبانو د جمعې په شپه په غزني ښار بريد پيل کړ او تر دې د امنيتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA