په سرپل ولايت کې شپږو افغان امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سرپل د ولايتي شورا رييس وايي، د سرپل – جوزجان په لويه لاره د افغان ځواکونو په دوه پوستو وسله والو طالبانو بريدونه کړي. د هغه په خبره، په دې بريدونو کې درې افغان سرتېري وژل شوي او درې نور هم ټپيان شوي دي.