د سرپل د ولايتي شورا رييس وايي، د سرپل – جوزجان په لويه لاره د افغان ځواکونو په دوه پوستو وسله والو طالبانو بريدونه کړي. د هغه په خبره، په دې بريدونو کې درې افغان سرتېري وژل شوي او درې نور هم ټپيان شوي دي.
د سرپل د ولايتي شورا رييس محمد نور رحماني کليد ته وويل، په دې بريد کې يوه پوسته د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوې او سوځول شوې ده.
نوموړی زياتوي، نښته د تېرې شپې له لسو بجو پيل شوه، تر نن سهاره يې دوام درلود او پوستې هم بېرته د افغان ځواکونو له لوري نيول شوې دي.
د سرپل د ولايتي شورا رييس وايي، په دې نښتو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په دې تړاو دقيق جزيات په لاس کې نه لري.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


