د بادغيس ولايت په قادس او مقر ولسواليو کې د ملي پوليسو په پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بادغيس د امنيه قومندانۍ وياند نقيب الله اميني کليد ته وويل، په قادس ولسوالۍ کې د پوليسو په پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونو کې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر سرچينې دغه تلفات لوړ ښيي، خو د بادغيس پوليس د ډېرو تلفاتو ادعا ردوي.
اميني زياته کړه، په دې نښته کې ۱۱ طالبان هم وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د بادغيس د پوليسو وياند وايي، طالبانو دغه راز د مقر ولسوالۍ د چشمه دزدک په کلي کې هم د پوليسو په پوستو بريدونه کړي دي چې په دې نښتو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي، درې تنه ټپيان دي او يو تن يې د پوليسو له لوري نيول شوی دی.
اميني وايي، په دې نښتو کې د طالبانو يو قوماندان هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


