يو شمېر معترضو حذف شوو کانديدانو د ټاکنو کمېسون مخې ته اعتراض کړی

د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د کانديدانو له وروستي لېست څخه يو شمېر ايستل شوو کانديانو او د هغوی پلويانو نن د ټاکنو خپلواک کمېسيون مخې ته اعتراض کړی او خېمې يې درولې دي.