د بلخ ولايت د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د مزار- دره صوف په لويه لاره د يوې کرولا او کاماز موټرونو د ټکر له کبله د کرولا موټر ټولې سورلۍ وژل شوې دي.
د سيمې اوسېدونکو چې نه غواړي هويت يې خپور شي کليد ته وويل، په دې ټرافيکي پېښه کې دوه ماشومان، يوه ښځه او درې سړي چې د کرولا موټر سورلۍ وې وژل شوي دي.
دوی وايي، د دغه کسانو جسدونه د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د شولګر ولسوالۍ ۵۰ بستريز روغتون ته لېږدول شوي دي.
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د بلخ ولايت د امنيه قومندانۍ نظر هم له ځان سره ولرو خو په دې هڅه کې بريالي نه شوو.
ويل کېږي دغه کسان تازه له ايران څخه هېواد ته راستانه شوي وو او غوښتل يې دره صوف ولسوالۍ ته لاړ شي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، دغه پېښه د شولګر ولسوالۍ د خيراباد کلي په زرد کمر کوتل کې رامنځته شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


