ads

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې ۸ سيمه ييز پوليس او يو پاڅونوال وژل شوي

د بلخ امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د علي اباد په کلي کې د وسله والو طالبانو له لوري ۷ سيمه ييز پوليس او يو پاڅونوال وژل شوي دي او يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوی دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 زمری 1397
د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې ۸ سيمه ييز پوليس او يو پاڅونوال وژل شوي

د بلخ امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د علي اباد په کلي کې د وسله والو طالبانو له لوري ۷ سيمه ييز پوليس او يو پاڅونوال وژل شوي دي او يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوی دی.
د دغه ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ سرپرست محمد الدين کليد ته وويل، وسله والو طالبانو د يوه پوليس په مرسته د علي اباد په کلي کې په يوه امنيتي پوسته تېره شپه څه باندې يوه بجه بريد کړی دی.
نوموړی زياتوي، د دغه پوستې يو تن پوليس له وسله والو طالبانو سره په اړيکه کې وو او د دوی بريد ته يې زمينه برابره کړې.
نوموړي زياته کړه چې وسله والو طالبانو د اوو پوليسو او يو تن پاڅونوال له وژلو وروسته د دوی وسلې هم له ځان سره وړي دي.
د دې ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي هغه پوليس چې له طالبانو سره يې لاره جوړه کړې وه، له دې بريد وروسته له طالبانو يو ځای له سيمې تښتېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA