ads

د روسيې دفاع وزير: له موږ سره د زور په ژبه خبرې مه کوئ

د روسيې دفاع وزير د خپل الماني سيال وروستيو څرګندونو ته په اشارې ويلي، له مسکو سره د زور او قدرت له دريځه چلند عاقلانه فکر نه دی.

نویسنده: mayar
21 زمری 1397
د روسيې دفاع وزير: له موږ سره د زور په ژبه خبرې مه کوئ

د روسيې دفاع وزير د خپل الماني سيال وروستيو څرګندونو ته په اشارې ويلي، له مسکو سره د زور او قدرت له دريځه چلند عاقلانه فکر نه دی.
سرګي شويګو د روسيې ۲۴ ټلويزيوني شبکې سره په خبرو كې زياته كړې، دوی مذاكراتو او نېږدې همکارۍ ته چمتو دي، خو د زور په ژبه نه.
د نوموړي په وينا، هغه وخت تېر شوی، چې دوی د دوهمې يا درېيمې درجې هېواد په توګه خبرې وکړي.
د شويګو اشاره د المان د دفاع وزير اورسلا فون درلاين وروستيو څرګندونو ته وه چې ويلي يې و، بايد له روسيې سره په اړيکو کې له سختۍ کار واخيستل شي او د قوت له دريځه له مسکو سره خبرې وشي، خو شويګو ويلي، روسيه خبرو ته چمتو ده، مګر د زور له لارې دا کار ترسره کېدونکی نه دی.
د هغه په خبره، د ناټو غړي هېوادونه په ځانګړي ډول المان نه شي کولای واقعيت وګوري، چې روسيه د يوه خپلواک لوبغاړي په توګه له يوه پياوړي پوځ او پوځي ځواک سره نړۍ ته بېرته راګرځېدلې ده.
دى وايي، هغه کار چې المان له روسيې سره کړی، دغه هېواد بايد دوه سوه کاله نور هم د دې موضوع په تړاو هېڅ خبرې ونه کړي.
نوموړي همدارنګه ويلي، له خپل نيکه او نيا دې وپوښته، چې د قدرت له دريځه له روسيې سره د خبرو تجربه يې څه ده؟ هغوی به حتماً تاسې ته ووايي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA