ads

په پکتيکا کې د سولې په اړه له پيل شويو هڅو د ملاتړ غونډه

د پکتيکا ولايت اوسېدونکو ديوې پراخې غونډې په ترڅ کې دسولې په اړه له وروستيو هلو ځلو ملاتړ وکړ.
دوی له افغان حکومت او د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو او نړيوالي ټولنې غوښتنه وکړه څو افغانانو د آرامۍ لپاره د سولې د راتلو په پار رښتيني هلې ځلې وکړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 زمری 1397
په پکتيکا کې د سولې په اړه له پيل شويو هڅو د ملاتړ غونډه

د پکتيکا ولايت اوسېدونکو ديوې پراخې غونډې په ترڅ کې دسولې په اړه له وروستيو هلو ځلو ملاتړ وکړ.
دوی له افغان حکومت او د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو او نړيوالي ټولنې غوښتنه وکړه څو افغانانو د آرامۍ لپاره د سولې د راتلو په پار رښتيني هلې ځلې وکړي.

په دې غونډه کې د پکتيکا دبيلابيلو ولسواليو او لرې پرتو سيمو ګڼ شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو، دسولې شورا مسوولينو، ځوانانو او ښځو برخه اخيستي وه.
دپکتيکا ولايت دسولې شورا د دارلانشا مشر نواب خان وويل افغانانان نور جنګ نه غواړي او موږ ټول نن د همدې لپاره را غونډ شوي يو.
نوموړي زياته کړه، موږ له دې لارې ټولو اړخونو ته دا پيغام رسول غواړو چې په افغانستان کې روانه جګړه نوره د غځېدو وړ نه ده جنګ ښکېل اړخونه بايد اوږد مهاله اوربند وکړي څو تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA