په پکتيکا کې د سولې په اړه له پيل شويو هڅو د ملاتړ غونډه

د پکتيکا ولايت اوسېدونکو ديوې پراخې غونډې په ترڅ کې دسولې په اړه له وروستيو هلو ځلو ملاتړ وکړ.
دوی له افغان حکومت او د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو او نړيوالي ټولنې غوښتنه وکړه څو افغانانو د آرامۍ لپاره د سولې د راتلو په پار رښتيني هلې ځلې وکړي.