ads

طالبانو د داعش ماتولو کې د امريکا مرسته غوښتې

برتانوۍ سن ورځپاڼه وايي طالبانو افغانستان کې د داعش په ماتولو کې له امريکا د مرستې غوښتنه کړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 زمری 1397
طالبانو د داعش ماتولو کې د امريکا مرسته غوښتې

برتانوۍ سن ورځپاڼه وايي طالبانو افغانستان کې د داعش په ماتولو کې له امريکا د مرستې غوښتنه کړې.

د ورځپاڼې په وينا طالبانو د داعش پر وړاندې د پراخې جگړې تابيا کړې او امريکايانو ته يې ويلي چې په ننگرهار کې دې هوايي بريدونه نه کوي، چې د دوى وسلوال د داعش پر وړاندې د جگړې پرمهال ژوبل نه کړي.

ورځپاڼه وايي تمه ده چې د ننگرهار په دريو ولسواليو کې د طالبانو له لوري د داعش نومې ډلې پر وړاندې خونړي عمليات وشي چې څو اوونيو ته به وغځېږي.

د طالبانو سره قطعه به په دغه غرنۍ سيمه کې د جگړې مشري کوي.

دا راپورونه وروسته له هغه خپريږي چې تېره مياشت د طالبانو او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې الېس وېلز ترمنځ په دوحه کې مخامخ خبرې وشوې.

امريکايي او افغان ځانگړو ځواکونو تېره مياشت په ننگرهار کې د داعش ډلې تر ټولو مهم مرکز له منځه يوړ چې په ترڅ کې نژدې ١٧٠ وسلوال ووژل شول.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA