د امريکا د پوځ يو جګپوړی چارواکی وايي د افغانستان په شمال کې حکومت ته د تسليم شويو داعش وسله والو سره د ميلمنو په څير نه بلکې د جنګي اسيرانو په څير چلند کوي.
د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوسيف ووټل امريکايي مطبوعاتو ته ويلي چې د افغانستان حکومت ورته دا ډاډ ورکړی چې د جوزجان په ولايت کې د تسليم شويو داعش وسله والو سره د جنګي اسيرانو په شان عمل کيږي.
جنرال ووټل دا هم ويلي چې دغه وسله وال د جوزجان د ولايت نه نورو حکومتي زندانونو ته انتقال شوي او څېړنې ترې روانې دي.
دغه امريکايي جنرال همدارنګه ويلي چې د افغانستان حکومت امريکايي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د تسليم شويو داعش وسله والو سره وګوري او په څېړنو کې همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده چې په جوزجان ولايت کې د مولوي حبيبالرحمان او د هغه د مرستيال مفتي نعمتالله په مشرۍ له ۲۰۰ زيات د داعش غړي افغان امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
افغان حکومت د دغو نيول شوو داعشيانو په اړه ويلي چې د داعش ډلې د تسليم شويو جګړه مارانو پر جنايتونو به سترګې پټې نه شي او د جنګي اسيرانو په څير به ورسره چلند وشي.


