تر ۲۶ کلن ځنډ وروسته د هېواد فضایي حریم بېرته د افغانانو لاس ته ولوېد

جمهوري رياست وايي، د ۱۳۷۱ کال د وري له مياشتې تر اوسه د افغانستان هوايي حريم د بهرنيانو له خوا مهارېده، چې اوس رسماً د فضايي حريم کنټرول افغانستان ته وسپارل شو.