جمهوري رياست وايي، د ۱۳۷۱ کال د وري له مياشتې تر اوسه د افغانستان هوايي حريم د بهرنيانو له خوا مهارېده، چې اوس رسماً د فضايي حريم کنټرول افغانستان ته وسپارل شو.
جمهور رييس غني د پنجشنبې په سهار د کابل هوايي ډګر کې د رادار نوي سيستم پرانيست.
د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي پر خپله فيسبوک پاڼه هغه انځورونه خپاره کړي، چې جمهور رييس محمد اشرف غني او ځينې نور افغان چارواکي کابل کې د حامد کرزي پر نړيوال هوايي ډګر د نوي رادار نصبېدو پرانيستو ته ورغلي.
د افغانستان هوايي چلند ادارې مشر محمود شاه حبيبي وايي، د هېواد په ۳۶ برخو کې د رادار نوی سيستم نصب شوی، چې په وينا يې د افغانستان ټول هوايي حريم پرې کنټرول کېداي شي.
حبيبي وويل، لدې وړاندې د دغه سيستم د کنټرول چارې بهرنيانو مخته وړلې، چې اوس روزل شويو افغانانو ته سپارل شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، هره ورځ د افغانستان له فضا له ۳۰۰ تر ۴۰۰ الوتکې تېرېږي چې له هرې يوې يې ۵۰۰ ډالره ماليه اخيستل کېده، خو د نوي سيستم په فعالېدو به يې ماليه ۷۰۰ ډالرو ته لوړه شي.


