ads

جمهور رئیس غني د ګلبهار د برېښنا سب سټېشن پرانيست

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د کاپیسا ولایت د مسئولینو، مشرانو او استازو په حضور کې د ګلبهار د برېښنا سب سټیشن پرانیست.

نویسنده: mayar
17 زمری 1397
جمهور رئیس غني د ګلبهار د برېښنا سب سټېشن پرانيست

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د کاپیسا ولایت د مسئولینو، مشرانو او استازو په حضور کې د ګلبهار د برېښنا سب سټیشن پرانیست.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سب سټیشن چې د پشته سرخ له سب سټیشن څخه ګلبهار ته د ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي لين او د ګلبهار له سب سټیشن څخه د تپه احمدبیګ سب سټیشن ته د ۱۱۰ کیلوولټه انتقالي لین درلودونکی دی، د ۶۵،۸ میلیون ډالرو په ارزښت د امریکا د اردو د انجنیرۍ ډلې لخوا جوړ شوی چې ۳۰۰۰۰ کورنۍ به له برېښنا برخمنې کړي.
جمهور رئيس د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار کاپيسا ولايت ته لاړ.
د ارګ د معلوماتو له مخې، جمهور رييس به په دغه سفر کې د كاپيسا ولايت له ملکي او نظامي مسوولينو، ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې استازو، ښوونکو او د پوهنتون استادانو، علماوو، مشرانو او متنفذينو او ولسوالانو سره جلا جلا کتنې ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA