ads

د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان غوره ليګ ومانه

د افغانستان کرکټ بورډ تېره مياشت په رسمي ډول د کرکټ له نړيوالې شورا د افغانستان غوره ليګ سياليو د منظورۍ او ترسره کېدو غوښتنه کړې وه، چې د يادې شورا له لوري ومنل شوه.

نویسنده: mayar
17 زمری 1397
د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان غوره ليګ ومانه

د افغانستان کرکټ بورډ تېره مياشت په رسمي ډول د کرکټ له نړيوالې شورا د افغانستان غوره ليګ سياليو د منظورۍ او ترسره کېدو غوښتنه کړې وه، چې د يادې شورا له لوري ومنل شوه.
د كركټ بورډ په خبرپاڼه كې راغلي، دا غوښتنه په داسې حال کې منل کېږي، چې تر دې مخکې د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ هم د افغانستان غوره ليګ لوبو د ترسره کېدو ملاتړ کړى و.
په دې كار سره به د نورو هېوادونو د کرکټ ادارې وکړاى شي خپلو لوبغاړو ته د افغانستان په غوره ليګ سياليو كې د ګډون اجازه ورکړي.
دغه لوبې به د روان ميلادي کال د اکټوبر مياشتې په پنځمه نېټه پيل شي او د همدې مياشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې دوام وکړي.
په ياد ليګ كې د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او پکتيا د كركټ پنځه لوبډلې شاملې دي.
د دې لوبډلو د پېرلو داوطلبي روانه ده او ښايي دا لړۍ د روانې اګسټ مياشتې تر نيمايي پورې بشپړه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA