ads

په کابل او ننګرهار ولايتونو کې د کرکټ بورډ روزنيز کورسونه پای ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په کابل او ننګرهار ولايتونو كې د سپين غر او کابل زونونو شمېره ليکوونکو، لوبڅارانو او روزنکو لپاره د لومړنۍ کچې روزنيز کورسونه تېره ورځ پاى ته ورسېدل.

نویسنده: mayar
15 زمری 1397
په کابل او ننګرهار ولايتونو کې د کرکټ بورډ روزنيز کورسونه پای ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په کابل او ننګرهار ولايتونو كې د سپين غر او کابل زونونو شمېره ليکوونکو، لوبڅارانو او روزنکو لپاره د لومړنۍ کچې روزنيز کورسونه تېره ورځ پاى ته ورسېدل.
د كركټ بورډ په خبرپاڼه كې راغلي، د دې کورسونو د ترسره کولو هدف په تخنيکي برخه کې د ظرفيتونو لوړول وو.
په يادو بېلابېلو روزنيزو کورسونو کې له هر زون څخه په هره برخه کې ۲۰ تنو ګډون کړى وو.
دغه راز به د روانې اګسټ مياشتې په اتمه نېټه د بُست او مس عينک په زونونو کې هم په يادو درېيو برخو کې دا ډول روزنيز پروګرامونه پيل او ورپسې به په بند امير او امو زونونو کې ورته پروګرامونه ترسره شي.
د ويلو ده، چې له دې وړاندې هم د کرکټ بورډ له لوري د ظرفيتونو لوړولو په هدف دا ډول روزنيز کورسونه ترسره شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA