ads

د زمبابوې ټاكنې جعلي وبلل شوې

په داسې حال کې، چې د زمبابوې د ټاکنو کمېسيون د دغه هېواد د جمهوري رياست په ټاکنو کې د واکمن ګوند مشر اېمېرسون منانګګوا ګټونکی اعلان کړی، خو د اپوزېسيون مشر نېلسون چميسا بيا دا ټاکنې جعلي بللې او اعلان يې کړی، چې له قانوني لارو به يې په وړاندې ودرېږي.

نویسنده: mayar
13 زمری 1397

د واکمن ګوند زنو – پي اېف مشر اېمېرسون منانګګوا وايي، ټاکنې ازادې او عادلانې وې.
پرون د ټاکنو کمېسيون د تېرې دوشنبې ورځې په ټاکنو کې د ياد ګوند مشر د ۵۰ اعشاريه اته فيصده رايو په ګټلو ګټونکی اعلان کړ.
د ډيموکراټيک بدلون لپاره د حرکت يا اېم ډي سي مشر نېلسون چميسا بيا په دوهم مقام کې راغلی او ۴۴ اعشاريه درې فيصده رايې يې ګټلې دي.
چميسا پرون د زمبابوې په پايتخت هرارې کې خبريالانو ته وويل: ((موږ جعلي پايلې نه منو، موږ دا داستان نه منو، موږ غواړو سمې پايلې اعلان شي.))
نوموړي زياته كړه، دوی به د خلكو د رايو د ساتنې په هدف له ټولو قانوني لارو استفاده وکړي.
په زمبابوې کې د دوشنبې ورځې تاريخي ټاکنې له هغه وروسته ترسره شوې، چې تېر کال د دې هېواد واکمن رابرټ موګابې له اوږدې واكمنۍ وروسته ګوښه کړای شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA