ads

په ګردېز ښار کې ځانمرګو بريدونو ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال رازمحمد مندزوی وايي، چې د دغه ولايت په مرکز ګردېز کې په يوه جومات کې د لمانځه پر مهال دوه ځانمرګي بريدونه شوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 زمری 1397
په ګردېز ښار کې ځانمرګو بريدونو ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال رازمحمد مندزوی وايي، چې د دغه ولايت په مرکز ګردېز کې په يوه جومات کې د لمانځه پر مهال دوه ځانمرګي بريدونه شوي.

نوموړي زياته کړه، ځانمرګو بريد کوونکو چې چادرۍ يې اغوستې وې، لومړۍ يې د جومات په ساتونکو بريد کړی هغوی يې وژلي او وروسته جومات ته دننه شوي او په جومات کې دننه يې ځانونو ته چاودنې ورکړې دي.

د نوموړي په خبره، په دې بريدونو کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

تر دې مهاله د دغه بريدونو مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA