ads

په ګردېز ښار کې په يوه جومات کې دننه ځانمرګي بريدونه شوي

لومړني راپورونه وايي چې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې په يوه جومات کې د لمانځه پر مهال ځانمرګي بريدونه شوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 زمری 1397
په ګردېز ښار کې په يوه جومات کې دننه ځانمرګي بريدونه شوي

په ګردېز ښار کې په يوه جومات کې دننه ځانمرګي بريدونه شوي
د پکتيا د امنيه قومندانۍ وياند سرداولي تبسم کليد ته وويل چې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې په يوه جومات کې د لمانځه پر مهال دوه ځانمرګي بريدونه شوي.
نوموړي زياته کړه، ځانمرګي بريد کوونکي له چادرۍ په استفادې مسجد ته دننه شوي او ځانونو ته يې چاودنې ورکړې دي.
د نوموړي په خبره، په دې بريدونو کې شاوخوا ۲۰ تنو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تر دې مهاله د دغه بريدونو مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
په دې تړاو نور جزيات وروسته خپرېږي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA