په هرات کې د نوي کابل بانک په يوه نمايندګۍ کې د اور لګېدو له کبله مليونونه افغانۍ زيان اوښتی.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې نن سهار د هرات ښار په آمريت څلورلارې کې په يوه ساختمان کې د برېښنا د شارټۍ له کبله اور لګېدلی دی.
نوموړي زياته کړه، چې دغه اور لګېدنه د نوي کابل بانک په يوه نمايندګۍ کې رامنځته شوې، ځاني زيان نه لري، خو مليونونه افغانۍ مالي زيان يې اړولی دی.
فرهاد ټينګار وکړ چې د ځايي ادارې له لوري د دغه پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ګمارل شوی، تر څو د پېښې اصلي علت او د زيانونو کچه معلومه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


