ads

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ځانمرګو بريدونو مرګ ژوبله ۱۱۰ ته لوړه شوه

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د دوو ځانمرګو بريدونو له کبله ۱۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 زمری 1397
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ځانمرګو بريدونو مرګ ژوبله ۱۱۰ ته لوړه شوه

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د دوو ځانمرګو بريدونو له کبله ۱۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال رازمحمد مندزوی وايي، چې د دغه ولايت په مرکز ګردېز کې په يوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال دوه ځانمرګي بريدونه شوي.

نوموړي زياته کړه، ځانمرګو بريد کوونکو چې ښځينه جامې يې اغوستې وې، لومړۍ يې د جومات په ساتونکو بريد کړی او وروسته جومات ته دننه شوي او په جومات کې دننه يې ځانونو ته چاودنې ورکړې دي.د نوموړي په خبره، په دې بريدونو کې ۲۹ تنه وژل شوي او ۸۱ نور ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، په وژلو شوو کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس سيد علي شاه موسوي هم شامل دی.

له بل لوري جمهوري رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پکتيا ولايت کې ترسره شوي شوي ځانمرګي بريدونه غندلي او جنايتکارانه او غيراسلامي بللي دي.

په اعلاميه کې ټينګار شوی چې دغه ډول بريدونه په افغانستان کې د مذهبونو په منځ کې تفرقې ته لمن نه شي وهلای ځکه په خبره يې افغانستان د مذهبونو تر منځ د يووالي په برخه کې په ټولو اسلامي هېوادونو کې يوه ښه بېلګه ده.

تر دې مهاله د دغه بريدونو مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA