د هلمند ولايتي چارواکی وايي، افغان ځواکونو تېره شپه په دغه ولايت کې د طالبانو له دوه زندانونو څخه ۶۱ تنه ملکي وګړي را خلاص کړي دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قل اردو مرستيال عبدالهادي ترين وايي، تېره شپه افغان کمانډو ځواکونو د کجکي ولسوالۍ په ده بابا کلي کې عمليات ترسره کړي او په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو له دوه زندانونو ۶۱ تنه ملکي وګړي راخلاص کړي دي.
ترين زياتوي، بنديان شوراب پوځي اډې تر لېږدول شوي دي او تر درملنې وروسته به خپلو سيمو ته ولېږل شي.
په همدې حال کې د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دې عملياتو کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۷ تنه مشکوک کسان نيول شوي دي.
له بل لوري طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته په لېږل شوي ټلېفوني پيغام کې ويلي چې دغه بنديان ټول حقوقي او جنايي بنديان وو او هېڅ کوم سياسي بندي په کې شامل نه وو. نوموړي ويلي، دولتي ځواکونو د خلکو دوه کورونه او درې موټرونه هم سوځولي دي او د يوې کورنۍ څلور غړي يې له ځان سره وړي دي.
د يادولو ده چې تر دې وړاندې هم افغان ځواکونو په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو زندانونه مات کړي دي او له هغوی يې ګڼ شمېر پنديان راخلاص کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


