ads

سرپل كې ډاياګ پروګرام ته لسګونه ميله وسلې وسپارل شوې

په سرپل كې تېره ورځ د بې وسلې كولو پروګرام ډاياګ ته ۵۴ ميله بېلابېل ډوله وسلې وسپارل شوې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 زمری 1397
سرپل كې ډاياګ پروګرام ته لسګونه ميله وسلې وسپارل شوې

په سرپل كې تېره ورځ د بې وسلې كولو پروګرام ډاياګ ته ۵۴ ميله بېلابېل ډوله وسلې وسپارل شوې.
د دغه ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالقيوم باقي زوى د دې وسلو د تسليمۍ په مهال وويل، چې په كې ۳۶ ميله كلاشينكوفونه، ۱۵ ميله تومانچې، درې ميله چره ييز او يو ميل راكټ انداز شامل دي.
د نوموړي په خبره، دا وسلې سږ كال د سرپل په بېلابېلو سيمو كې د پوليسو د عملياتو په نتيجه كې ترلاسه شوې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA