د هلمند ولايت د ګرشك لسوالۍ په مهاجر بازار سيمه كې تېر مازديګر شاوخوا شپږ بجې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ګرشک امنيه قوماندان دوهم څارن محمد اسماعيل خپلواک كليد ته وويل، په ياده سيمه كې ماشومانو د لوبو په مهال يوه مرمۍ پيدا كړې او كور ته يې وړې، چې هلته يې بيا ټكولې او چاودنه يې كړې ده.
هغه زياته كړه، په دې چاودنه كې څلور ماشومان، چې دوه يې نجونې او دوه هلكان دي، وژل شوي او يو بل ټپي دى.
بلخوا يوې بلې باوري امنيتي سرچينې كليد ته وويل، د ګرشك ولسوالۍ په مهاجر بازار سيمه كې پر ماشومانو د سړك غاړې د ماين چاودنه شوې او دغه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر ويلي، دا ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و، خو دغې ډلې تراوسه په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


