ads

هلمند او نيمروز كې نهه شكمن كسان نيول شوي

افغان ځواكونو په هلمند او نيمروز ولايتونو كې د تصفيوي عملياتو په مهال نهه شكمن كسان نيولي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 زمری 1397
هلمند او نيمروز كې نهه شكمن كسان نيول شوي

افغان ځواكونو په هلمند او نيمروز ولايتونو كې د تصفيوي عملياتو په مهال نهه شكمن كسان نيولي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو د رسنيو له دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د دې قول اردو د ځواكونو له لوري د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې شپږ او د نيمرزو په خاشرود ولسوالۍ كې درې شكمن كسان نيول شوي دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، دغه نيول شوي شكمن كسان د پلټنې لپاره د ملي امنيت ځواکونو ته سپارل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA