په لغمان كې نن ۸۰ داخلي بې ځايه شوو کورنيو سره د څه باندې ۵۰۰ زره افغانيو مرسته وشوه.
د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک کليد وويل، دا مرسته، چې په اسيا کې د ټولنيزو خدمتونو نړيوالې ادارې (CWSA) له لوري برابره شوې وه، د لغمان د والي محمد اصف ننګ او كډوالو او راستنېدونكو چارو رئيس شاکرالله شاکر په لاسونو يادو كورنيو ته ووېشل شوه.
د ده په وينا، دغه كورنۍ د بېلابېلو علتونو له كبله له خپلو اصلي ځايونو بې ځايه شوې دي.
بايد وويل شي، چې هرې كورنۍ ته ۶۴۸۰ افغانۍ وركړې شوې.


