د كابل په موسهي ولسوالۍ كې د درېيو بهرنيو وګړو جسدونه موندل شوي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، دا كسان نن سهار د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې له ډسپيچري سيمې د نامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوي وو، چې وروسته يې جسدونه په ياده ولسوالۍ كې وموندل شول.
هغه زياته كړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، دغه بهرني وګړي د هند، ماليزيا او مقدونيا هېوادونو اوسېدونكي وو.
د ستانكزي په وينا، دا چې دې كسانو له كومې ادارې سره كار كاوه، په اړه يې څېړنې روانې دي.
د پېښې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


